نبي لرې او په ځای یې راشد خان وټاکل شو، کرکټ بورډ رسمي اعلان وکړ

د ملي لوبډلې مشهور او پیاوړی ورو توپ اچونکی راشدخان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د بڼې لوبډلمشر وټاکل شو، په داسې حال کې چې له دې وړاندې ملي لوبغاړي محمد نبي دغه مسوولیت ترسره کاوه.

څه موده وړاندې په نړیوال کپ کې د د ناسمو پايلو وروسته د افغانستان د ملي ټیم کپتان محمد نبي د خپلې دندې څخه استعفا ورکړې وه.

نبي هغه مهال ويلي و چې په ټيم کې دده خبره په سم ډول نه اورېدل کېږي او ځينې نور مسايل هم شتون لري نو له همدې کبله نه غواړي نور د کپتان په شکل خپلې دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *