نبي صالح ته: ستا د فاسدې ادارې له کبله پدې حالت کې يو، ته ووایه چې تا ولې

د افغانستان د‌کرکټ‌ د ملي ټيم پخواني کپتان محمد نبي د امرالله صالح څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی، محمد نبي د امرالله صالح هغه څرګندونې غندلې دي په کومو کې چې ده د اسټراليا د‌کرکټ بورډ هغه پرېکړه ستايلې وه چې د افغان ټيم سره به لوبې نکوي.

محمد نبي په خپل غبرګون کې ويلي دي چې امرالله صالح د افغانستان په کرکټ په داسې حال کې خبرې کوي چې موږ او زموږ ملت دده د فاسدې ادارې له کبله نني حالت سره مخ دی. نبي وړاندې ويلي دي چې د امرالله صالح خبرو شاک کړم دی دې ته ندی متوجه چې دا حال دده له خاطره دی او په ځاي د افغان لوبغاړو وطني مينه تر سوال لاندې راولي.

د يادونې وړ ده چې د اسټرالیا له لوري د افغان ټيم سره د لوبو لغوه کول په نړیواله کچه غندل شوي دي، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د کرکټ ستورو د اسټراليا دا پریکړه غيرې عادلانه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *