نبي د عظمت الله استعداد څه ډول تر خاورو لاندې کړ؟ د نبي د خیانت دوهم کيسه
په دې ورځو کې د نيپال په سوداګريز ليګ کې د افغانستان د کرکټ ځوان لوبغاړی عظمت الله ښه ځلېږي، پدې سره د افغانانو سره دا پوښتنه را پیدا شوې چې ولې نوموړی په ملي لوبډله کې زیات نه ليدل کېږي او نه یې څوک ځلېدل ویني.
د کرکټ څاروونکي وايي چې عظمت الله د افغانستان د کرکټ يو ښه استعداد دی خو د افغانستان د کرکټ د ټیم دننه د ځینې کسانو د شخصي تمايلاتو له کبله لکه نور ځینې ښه استعداد لرونکي لوبغاړي د ضايع کېدو په حال کې دي.
عظمت الله په ملي ټيم کې ځای لري خو پخواني کپتان نبي د هغه سره داسې لوبه شروع کړې ترڅو هغه په هېڅ صورت ونه ځلېږي، نبي عظمت الله ته په ډېرو لولو کې د لوبې په وروستيو کې یو اور ورکوي او بېرته یې کېنوي نو په یوه اور هغه هم د لوبې په اخر کې به عظمت څه وکړي؟
نبي يا د پاورپلې په اخري اور کې يو اور عظمت الله ته ورکړي او یا یې په ۱۸ اور کې يو ځل راوباسي د یوه اور لپاره، خو برعکس همدا نبي ګلبدین ته چې صرف سټاپ او یوه منډه کوي پوره پوره اورونه او د لوبیدو چانس ورکوي.
اصغر به ځینې وخت کريم جنت اوپنېنګ کې راکښته کړ ترڅو د پاور پلې څخه ګټه واخلي خو عظمت الله بيا د میراثيانو د انډيوالۍ پالونکو له داسې پلانونو سره مخ دی چې ترننه پورې په ميدان کې په پوره ډول نه دی لوبېدلی.