نبي ته د صالح ځواب: په تاسې مې وياړ کاوه خو تاسې ولاړی د افغانانو د

د محمد نبي او امرالله صالح ترمنځ بحث دوام لري، تېره ورځ امرالله صالح د اسټراليا د کرکټ هغه پرېکړه وستایله چې ويلي و د افغانستان سره د مارچ د میاشتې لوبې لغوه کوي.

نبي د امرالله صالح غبرګون ته په ځواب کې ويلي و چې افغانان دا هرڅه ستاسې د فاسدې ادارې له کبله تجربه کوي او تاسې نشی کولای چې د کرکټ د ملي ټيم د لوبغاړو وطن دوستي تر پوښتنې لاندې راولی.

تازه امرالله صالح د محمد نبي دغه خبرو ته ځواب ورکړي دی او ورته ليکلي يې دي چې موږ ستاسې ښه ستايلي دي خو دا راته د منلو وړ نه وه چې تاسې د يوې انتحا. ري ډلې د مشر په مخکې په ګونډو ناست وی او انځورونه مو ورسره اخيستل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *