نبيل؛ هند زما ويزه لغوه کړې ده اوس مجبور يم چې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني ریس رحمت الله نبیل د يوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه کې د جمهوریت د سقوط وروسته د هند له لوري د افغان چارواکو سره په شوي چلند باندې خپل خفګان ښودلی دی.

نوموړي ويلي دي چې کله د افغانستان پخوانی حکومت سقوط شو يا نور د سقوط په درشل کې و نو ډېری کسانو چې د هند ویزې هم درلودې يا یې سياسي پاسپورتونه درلودل او پخوا يې په خاص ډول د هند سره ښې اړیکې درلودې دغه هېواد ته پرېنښودل شول.

دی وايي ما پخپله د هند ویزه درلوده خو کله چې حکومت د سقوط سره مخ شو د هند حکومت زما ويزه لغوه کړه. هند يو له هغو هېوادونو څخه و چې د افغانستان دوست بلل کېده مګر د پخواني حکومت د سقوط په مهال افغانانو ته صرف ايران او پاکستان دروازه خلاصه کړه او ويزې صادرول یې جاري وساتل د هند غوندې يوه دوست هېواد د افغانستان هېڅ سياسي او عام افغان ونه مانه.

د هند حکومت د جمهوریت د سقوط سره د افغانانو لپاره د برښنايي ويزو پروګرام پيل کړو مګر د ۶۰ زرو زیاتو کسانو دغه ويزو ته د اپلای سره سره هند آن یوه افغان ته هم ويزه ورنکړه.

همدا اوس هند په افغانستان کې هغه شاګردانو ته هم ويزه نه ورکوي چې د هند بورسونه لري او یا ددې هېواد د پوهنتونو له لوري قبول شوي دي.

پدې اړوند په يوه وضاحت کې د هند د بهرنيو چارو وزارت ويلي و چې دوی په کابل کې د افغانستان د خلکو اسنادو اوس نشي تصديق کولی وايي په کابل کې چې کله يو کس موږ ته د افغانستان د پاسپورټ سره راشي موږ نه پوهېږو چې ايا واقعا دا کس افغان دی او کنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *