نبي؛ د پلار له وفات وروسته پوه شوم چې د پلار شفقت څومره خوږ وي پلار مې راته ويلي و چې

د افغانستان د کرکټ پخواني کپتان محمد نبي څو ورځې وړاندې خپل پلار له لاسه ورکړ، که څه هم په رسنیو کې تراوسه دا جزیات نه دي خپاره شوي چې دده پلار څو کلن و او د کومې ناروغۍ له وجې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ مګر د نوموړي د مرحوم پلار د انځورونو څخه ښکاري چې پلار یې ډېر شديد ضعيف او سپين ږيری نه و.

محمد نبي په دې وروستيو کې د افغان مينوالو له لوري د سختو نیوکو سره مخ و ځکه ډېره موده کېږي چې په نړيوالو لوبو کې یې ښه لوبه نه وه کړې، خو دده د پلار د وفات د خبر وروسته هر چېرته چې افغانان و سخت ورباندې خفه شول او نوموړي ته یې د تسلیت او دده پلار ته د مغفرت غوښتنه وکړه.

تازه محمد نبي د خپل پلار په هکله خبرې کړې دی، ده ويلي دي چې د پلار د وفات وروسته سړي دا خبره ډېره ښه‌درک کوي چې پلار په دنيا کې موجود يو څومره ستر شفقت دی، دی وايي پلار یې ډېر خيرخواه او زړه سواندی انسان و د خیریه بنسټ د‌جوړولو او د بې وزله کسانو د مرستې دې لړۍ پیلولو یې هم پلار ورته ویلي و.

نبي د هغو ټولو افغانانو څخه هم مننه کړې ده چې دده د پلار د مړينې له کبله یې ده ته د خواخوږۍ پيغامونه ور استولي و دی وايي په هر حالت کې د خپلو افغانانو د موجودیت او ملاتړ څخه خوشحاله او منندوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *