ناوې د نکاح په ساعت زوم ځکه پرېښود چې خبره شوه خاوند يې

په هند کې په ډېرو کوچنیو خبرو او مسایلو له واده نه انکار معمول ګرځېدلی او په دې لړ کې اوس تازه خبر دا دی چې هلته یوې نجلۍ د واده د مراسمو پرمهال په دې سبب له واده انکار کړی، چې هلک زده کړې نه وې کړې.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د واده د مراسمو پرمهال یوې ناوې له واده څخه انکار کړی او علت یې د هلک بې سوادي په ګوته شوې ده.

د واده له مراسمو یوه ویډیو هم خپره شوې، چې په هغې لېدل کېږي چې ناوې د هار اچولو له مراسمو وړاندې له واده انکار کوي، کله چې ترې د علت پوښتنه وشي، هغه وایي چې اوس لیسانس کوي او چاسره یې چې واده کېږي، هغه بې سواده دی، ځکه نو له واده انکار کوي.

نجلۍ وایي، که هلک لوستی وای، نو په دوه کرښو انګلیسي خبرې به یې کولی شوای، خو داسې نه ده، نو ځکه له واده انکار کوي او دا واده نه کوي.

په محفل کې موجود کس له ناوې پوښتي چې که دا خبره وای نو تا باید لومړی ویلي وای، نجلۍ په ځواب کې ورته وایي چې پلار ته یې مخکې هم ویلي وو، چې واده نه کوي خو هغه د پیسو په بدل کې واده ته اړ شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *