نازيه اقبال په سعودي عربستان کې د کنسرت ورکولو څخه انکار وکړ د هغه په ځای

د پښتو مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال په سعودي عربستان کې د کنسرت ورکولو څخه انکار وکړ، نوموړې په ټولنيزو رسنيو کې خپله دا پرېکړه د يوې ويډيو په ترڅ کې بيان کړه او ویې ویل چې سعودي عربستان ته د یوه کنسرت لپاره دعوت شوې وه چې دا نه غواړي پکې ګډون وکړي.

نوموړې په یوه ويډيو کې ويلي دي چې وجدان یې اجازه نه ورکوي چې په هغه ځای کې ګناه ترسره کړي کوم ځای ته چې دا د خپلو ګناهونو د بخښلو لپاره ځي، نوموړې د ټولو هغو کسانو څخه بخښنه غوښتې ده چې په سعودي عربستان کې ددې کنسرت ته په تمه و.

د سعودي عربستان حکومت په دې وروستيو کې په يو پراخو اصلاحاتو پيل وکړ او ددې هېواد وګړو ته یې ډول ډول ازادۍ ورکړې، په دې لړ کې د سعودي عربستان حکومت بهرنیو سندرغاړو ته اجازه ورکړه چې په سعودي عربستان کې کنسرټونه ورکړي‌.

د سعودي عربستان د حکومت ځینې پرېکړې او دغه اصلاحات کې د یوه لوري په پراخه کچه ستايل شوي دي د بل لوري ورباندې نیوکې هم شوې دي چې د سعودي عربستان خاوره کې مقدس اماکن شتون لري نباید پکې ځینې کارونو ته اجازه ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *