نازيه اقبال: افغان وطن مې خوښ دی، مېړه مې ۳۵ کاله پاکستان کې و خو

د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازيه اقبال د خپل ژوند او خاوند په هکله تازه څرګندونې کړې دي، نازیه اقبال چې د يوه افغان سره واده کړی دی په پاکستان کې د خپل ژوند د سختیو څخه بحث کړی دی او ويلي یې دي چې د خاوند سره یې پاکستان کې ښه کار ونشو.

وايي خاوند مې 35 کاله په پاکستان کې تېر کړل زما سره یې واده وکړ زموږ اولادونه پيدا شول خو بيا هم د پاکستان حکومت هغه ته د پاکستان تابعيت ورنکړ، دا زیاتوي چې په پاکستان کې ددې امنيت ته هېڅ پام نه کېده او ژوند یې ډېر تنګ و د وېرې ډک و.

نوموړې د خپل خاوند څخه خوشحاله ده او وايي چې د خپل خاوند سره بې حده مينه لري وايي ځان د لروبر دواړو طرفونو حس کوي د افغانستان سره ډېره مينه لري وايي افغانستان يو ډېر ښکلی او خوږ وطن دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *