نارينه ترڅو کلنۍ پورې کولی شي خپله مېرمن حامله کړي او پلار شي؟
څنګه چې ښځینه د حامله کېدو لپاره سن او عمر لري همدا ډول نارينه هم يو عمر او يو وخت لري چې تر هغه وخته پورې کېدی شي پلار شي او له هغه وروسته بيا د پلار کېدو احتمال په شدت سره کمېږي، په دې هکله بايد نارينه پام وکړي او بې پروايي ونکړي ځکه چې ځينې وخت ان په کم عمر کې کېدی شي د پلار کېدو چانس يې ډېر زيات کم شي.
وروستۍ څېړنې وايي چې نارينه تر پينځه څلوېښت کلنۍ چانس لري چې پلار له دې وروسته په شدت سره دا چانس کمېږي، ترټولو ښه عمر تر ۳۰ کلنۍ پورې پلار کېدل له ۳۰ کلنۍ بيا تر ۳۵ کلنۍ پورې هم د نارينه د پلار کېدو چانس نورمال دی خو له ۳۵ څخه تر ۴۰ پورې ورو ورو دا چانس مخ په کمېدو پيل کوي.
په دې صورت کېدی شي له ۳۵ کلنۍ وروسته یې ماشوم ډېره ښه وده ونکړي خو بيا هم دا عمر تر ۴۰ پورې ډیر ناوخته نه ګڼل کېږي مګر له ۴۰ وروسته دا چانس کمېږي او ۴۵ کلنۍ وروسته په شدت دا چانس کم وي.
داسې هم شوي چې تر ۶۰ کلنۍ پورې يو نارينه پلار شي او حقيقت دادی چې ټول نارينه دا ښه چانس نلري او وروسته یې د ماشوم سره اړیکه د ماشوم وده هرڅه د نورمال حالت څخه وځي.