نادیه نایاب؛ محمد نبي پاکستانی دی، د هغه مېرمن هم

په دې وروستيو کې د افغان کرکټ پر سر را ولاړو شويو بحثونو ځینې افغان دښمنه کړیو ته فرصت ورکړ چې د افغانیت سره د خپلې شتمنۍ بړاس وباسي.

تازه په دې لړ کې د طلوع نيوز پخوانۍ خبريالې چې اوس مهال په البانیا کې د کډوالۍ شپې تېروي ويلي دي چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ډېری لوبغاړي پاکستانيان دي د افغانستان تابعيت یې اخیستی دی.

هغه په خاص ډول محمد نبي منشن کړی دی او لیکلي یې دي چې محمد نبي اصلا افغان نه دی یو پاکستانی دی شهزاد محمدي افغان نه دی پاکستانی دی خو د افغانستان تذکرې او پاسپورټونه ورکول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې هغه کسان چې پخوا یې ځان افغان نه باله او اوس هم افغانیت نه مني دوی اوس نور کسان هدف ګرځوي چې دا افغانان نه دي‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *