میرویس اشرف: د ځینو عمر خوړلو لوبغاړو څخه جدي هیله کوم چې نور ټيم پرېږدي لومړۍ غوښتنه مو د ښاغلي

کله چې د افغانستان په کرکټ کې د اصغر ستانکزي واکمني وه نو ځوانو لوبغاړو دا چانس نه درلود چې په ملي ټيم کې ولوبیږي، کوم يو ځوان لوبغاړی به چې کورنۍ لوبو کې مشهور شو يا به مستقيم کوم بهرنی سوداګريز ليک‌ دعوت کړ او ښه به وځلیده وروسته به د ډېرې مجبورۍ نه اصغر هغه په ټيم کې د يوې لوبې لپاره واخيست بيا به یې پلان ورته ونیوه چې په داسې وخت کې یې ميدان ته را وباسي چې حالت خراب وي ټيم تر فشار لاندې وي يا مقابل ټيم قوی ټیم وي ترڅو دا ځوان لوبغاړی ونه ځلیږي او بل ځل یې دی په ټيم کې ونه نيسي.

خو د خدای په فضل دده څخه افغان کرکټ ټیم او بورډ تر يو ځايه پورې نجات پيدا کړ دده څخه وروسته د فضل الحق فاروقي، رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ په شان ټاپ ځوان افغان لوبغاړي ټيم ته راغلل.

په کرکټ د اصغر مافیا مسلطه وه چې اوس ضعيفه شوې ده، خو اصغر او ځينې پخواني لوبغاړي چې خپل هوس، ډالري معاش او خارجي چکرونه یې نه هېرېږي، ملي ګټې ورته د دوه زره ډالرو ارزښت نلري نو دوی اوس هم ځينې په ټيم کې د پاتې کیدو هڅې کوي ځینې چې کور کېنول شوي دي هغوی هڅه کوي چې ټيم کې بيا داخل شي.

پدې اړوند د افغانستان د کرکټ بورډ ريس ميرويس اشرف وويل چې ځينې لوبغاړي لکه محمد نبي ان زما څخه هم مشران دي، وايي له دې لوبغاړو جدي غوښتنه کوو چې نور کرکټ پرېږدي موږ غواړو خپل ټيم په داسې ځوانانو سمبال کړو چې ښه فټ وي ښه تخنيکي لوبه وکړي او هره ورځ پرمختګ وکړي نه دا چې په يوه ځای ولاړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *