میرویس اشرف افغان ټيم د پاکستان سفارت ته وړی، ځینې لوبغاړو ویلي
د افغانستان د کرکټ بورډ مشرانو د افغانستان دکرکټ د ملي ټيم د لوبغاړو سره يو ځای د پاکستان د سفارت څخه ليدنه کړې ده.
په ټولنيزو رسنيو کې په خپرو شويو انځورونو کې ښکاري چې ميرويس اشرف او نصيب ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د يوې ډلې لوبغاړو سره يو ځای د پاکستان د سفير څنګ سره ولاړ دي.
په ټولنيزو رسنيو کې هېوادوالو دغه انځورونو ته بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي، ځینو ليکلي دي چې د پاکستان د سفارت سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د مشرانو او لوبغاړو سره څه.
ځينې نورو ليکلي دي چې په دا ډول حساسو شرايطو کې په ځانګړي ډول کله چې د هند او پاکستان د کرکټ بورډونو جنجال دی او دواړه هڅه کوي د اسيا کپ ګډون کوونکو هېوادونو چې یو یې افغانستان هم دی ملاتړ ترلاسه کړي د پاکستان د سفارت څخه ليدنه مناسب کار ندی.
ځینې نورو افغانانو بيا ويلي چې کرکټ او ملي ټیم بايد د سياسي مسايلو او حرکاتو څخه لرې وساتل شي، ځينو د افغانستان د کرکټد مشرانو دا کار چې ملي ټیم یې د پاکستان سفارت ته ور وستی دی سخت غندلی.
خو ددې ټولو خبرو هخوا دا تراوسه معلومه نده چې افغان ټیم او د کرکټ بورډ مشران ولې د پاکستان سفارت ته تللي دي، چا دعوت کړي پخپل سر تللي څه غوښتنه ورڅخه شوې او که څنګه.