میرویس اشرف؛ نبي زما څخه زوړ دی زما وېښتان لږ ژر تویې شول خو دا يو حقيقت دی چې

میرویس اشرف د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخوانی لوبغاړی وايي چې محمد نبي تر ده زيات عمر لري ميرويس اشرف دا او ځينې نورې مهمې څرګندونې پرون وروسته له هغه وکړې چې کله افغانستان د کرکټ د نړیوال جام څخه په داسې حال کې بهر شو چې یوه لوبه يې هم ونه وګټله.

د افغانستان لوبه بيا همغسې غیرې منظمه وه، کله کله به یوه لوبغاړي ښه لوبه وکړه باقي نور په هره برخه کې هغه که بېټېنګ و که بالینګ و که فېلډېنګ و ټول يو تر بل بدتره و، د ناکام سفر وروسته د ملي ټيم کپتان محمد نبي خپله استعفی وړاندې کړه.

نن بيا د کرکټ بورډ له لوري ميرويس اشرف ويلي چې د نبي عمر تر ده زيات دی خو وايي دا چې دده وېښتان ژر تويې شول نو دی مشر ښکاري ويل کېږي ميرويس اشرف په ځوانو لوبغاړو ټينګار کاوه خو نبي ددې پلوی و چې په ټيم کې زاړه یا ددوی په خبره با تجربه لوبغاړي ولوبیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *