مژده جمال زاده: سپینه خبره کوم زړه مې داسې يوه ازادي غواړي چې -

مژده جمال زاده: سپینه خبره کوم زړه مې داسې يوه ازادي غواړي چې

مژده جمال زاده چې د افغانستان يو له ډېرو موفقو او برياليو سندرغاړو څخه ده د افغانستان کلونه کېږي لرې ده، هغه به پخوا کله کله کابل ته راتله او ځينې کنسرټونه به یې ورکول مګر په هېواد کې د وروستیو تحولاتو څخه وروسته نوموړې بيا د افغانستان طرف ته د تګ نیت نه دی کړی خو وخت نا وخت د خپلو ټولنيزو رسنيو د حسابونو له لارې د خپل هېواد او بيرغ سره د مينې اظهار کوي.

هغه چې اوس مهال په کاناډا کې ژوند کوي کلونه پخوا کله چې ماشومه وه کاناډا ته ولاړه، دوی په هېواد کې د تاوتريخوالي څخه لومړی پاکستان ته کډوال شول او د پاکستان څخه بيا کاناډا ته ولاړل او اوس د کاناډا هېواد تابعيت لري.

نوموړې د خپل يو تازه انځور سره چې په ظاهرا داسې ښکاري چې کاناډا کې اخيستل شوي وي ليکلي دي چې دا یو داسې آزاد ژوند غواړي يوه داسې آزادي غواړي چې په هغه کې د کوم کار لپاره د بل چا څخه د اجازې اخیستلو اړتیا نه وي وايي ژوند هغه مهال ژوند دی چې دا ډول آزادي موجوده وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *