مژده جمالزاده: دا زما ژوند‌‌ دی، هرڅه چې کوم ښه کوم بېګاه مې ټوله شپه -

مژده جمالزاده: دا زما ژوند‌‌ دی، هرڅه چې کوم ښه کوم بېګاه مې ټوله شپه

مژده جمال زاده د افغانستان يو له ټاپو سندرغاړو څخه ده هغه ډېر وخت داسې جامې اچوي چې د افغانستان د کلتور سره چندان سره نه خوري او له همدې کبله ځینې خلک ورباندې سختې نیوکې هم کوي خو داسې خلک هم شته چې هغه حمايت کوي او وايي چې هغه حق لري چې د خپلې خوښې ژوند وکړي د‌‌ خلکو د خبرو په قصه کې نه شي، مکر‌ څه مې پخپله موده جمال زاده وايي هغه بيا بېل دي.

مژده جمال زاده کوچنی وه چې د پاکستان له لارې د خپلې کورنۍ سره يو ځای کاناډا ته ولاړه او بيا هماغه هېواد کې لويه شوه د همغه هېواد په تولنه کې ځوانه شوه همغلته یې خپل ښوونځی بشپړ کړ‌ او په همدې هېواد کې یې پوهنتون ولوست.

لنډه يې دا چې موده جمال زاده په يوه ډېره متفاوته ټولنه کې رالويه شوه او د همدې ژور تأثير دی چې نن هغه ډېرې بدلې جامې اغوندي او په ډېرو متفاوتو فعالتونو کې ګډون کوي اوس یې تازه خپل نوي انځورونه خپاره کړي دي.

هغه دا انځورونو د‌ نورو نجونو سره يو ځاي اخيستی دئ او ويلي يې دي چې دا ددې ژوند دی او څومره چې ورڅخه خوند اخیستل کېږی ورڅخه اخلي یې وايي د خپلو ملګرو سره يو ځای‌ وخت تېرول یې روح خوشحاله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *