مژده جمال؛ په کاناډا کې ډېره آزاده يم، ښه خوشحاله يم خو بس يو مشکل دی چې - Ht

مژده جمال؛ په کاناډا کې ډېره آزاده يم، ښه خوشحاله يم خو بس يو مشکل دی چې

ټاپ افغان سندرغاړې مژده جمال زاده د ټولنيزو رسنيو له لارې د خپلو منیوالو سره د زړه خواله کوي، نوموړې چې دا ډېر وخت خپل هېواد ته نه ده تللې ډېر وخت په کاناډا کې تېروي خو‌ ځينې وختونه بيا د کاري مسايلو په سلسله کې دوبی ته هم ځي او هلته هم څه موده تېروي، ډېر وخت د خپل ژوند اړوند مسايلو د خپل انسټاګرام د حساب له لوري د خپلو هېوادوالو سره شريکوي.

نوموړې چې اوس مهال په‌ خپلو چکرو بوخته ده وايي چې په کاناډا کې د ژوند بشپړه ازادي لري او پخپل طرز څه ډول چې دا غواړي همغسې ژوند تېروي وايي دا په ژوند کې انسان ته د پرمختګ يوه لويه دريچه پرانيزي.

خو زیاتوي چې ددې هرڅه سره سره پخپل وطن پسې هم خفه کېږي او دا یې په لاس کې نه دي چې پخپل وطن پسې خفه نشي وايي وطن د هېچا نه هېرېږي او هیله لري چې یوه ورځ به یې په وطن کې ولسواکي حاکمه وي او دوی به هم خپل وطن ته ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *