مژده جمال؛ هېڅوک بايد د چا په کار کې کار ونلري يوه ښځه کولای شي د بلې ښځې سره - Ht

مژده جمال؛ هېڅوک بايد د چا په کار کې کار ونلري يوه ښځه کولای شي د بلې ښځې سره

ټاپ افغان سندرغاړې مژده جمال زاده د کاناډا څخه روانه شوې ده او د عربي متحده اماراتو لوري ته یې چکر پيل کړي دی هغه تازه خپلې څه ويډیو ګانې ددوبۍ له مشهورو ځايونو د ليدنې په مهال ډکې کړې دي او دا ويډيو ګانې یې بيا د خپل انسټاګرام د حساب له لوري خپرې کړې دي، نوموړې چې اوس مهال د هېواد څخه بهر ده د کاناډا هخوا خپل ډېر وخت په عربي متحده اماراتو او ترکیه کې تېروي.

نوموړې چې د هنر په نړۍ یو ډېر معتبر نوم دی وايي چې په حقیقت کې دې د موسيقۍ سره کومه خاصه علاقه نه درلوده وايي خپلې زده کړې یې هم د موسيقۍ په برخه کې نه دي کړې وايي زده کړې يې د فلسفې په برخه کې ترسره کړې دي.

د افغانستان او شوري جګړ. ې په مهال کوچنۍ وه چې د خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه او د هغه ځاي څخه بي پسې کاناډا ته ولاړه، دا اوس پخپله تازه څرګندونو کې وايي چې د هرچا چې زړه وي بايد د همغه کس سره يو ځاي شي دا وايي که ښځه غواړي د يوې ښځې سره خپل ګډ ژوند وکړي نو بايد څوک پکې کار ونلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *