ميرويس اشرف: لا سېلاب نه يم وړی، لکه د غر ولاړ يم هېڅوک
د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ميرويس اشرف پخپل ټويټر کې د موجودو حالاتو څخه د يوه شعر په بڼه ګيله کړې ده. نوموړي ویلي دي چې د وخت په تور ياغي سيلاب کې ګير دی.
دی وړاندې ليکي چې زه لا هم د يوه غره په شان ولاړ یم او لا هم دې سېلاب نه يم وړی، ويل کېږي چې ميرويس اشرف په افغانستان کې د میراثيانو اصغر ستانکزي له لوري د ډول ډول فشارونو سره مخ وي.
په يوه نامعلوم حالت کې د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلیت ميرويس اشرف ته ور وسپارل شو او ورسره پدې حالت کې ده خپل کار پيل کړ چې اوس یې حالت تر ډېره ځايه کنټرول کړی دی.