موسکا نیازۍ؛ ګلبدين نايب ولې اسټراليا ته نه دی وړل شوی هغه خو زما -

موسکا نیازۍ؛ ګلبدين نايب ولې اسټراليا ته نه دی وړل شوی هغه خو زما

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم ډله اسټراليا ته رسیدلې ده، هغوی همدا اوس په دې هېواد کې تمرینات پیل کړي دي، تمه ده يولس ورځې وروسته په اسټراليا کې د کرکټ نړیوال جام پيل شي چې پکې د کرکټ د نړۍ غښتلي ټیمونه سیالي کوي.

د افغانستان د کړکټ‌ د لوبډلې ټول لوبغاړي اسټراليا ته رسیدلي دي، د سټنډرډ لوبغاړو ترڅنګ ريزرف شوي لوبغاړي پرته د‌یوه کس څخه دغه هېواد ته تللي دي، صرف ګلبدین نایب اسټراليا ته نه دی تللی نور هم نورمال او هم احتیاطي لوبغاړي استراليا ته وړل شوي دي.

د‌ ګلبدین نایب پرېښودلو په رسنیو غبرګونونه راوپارولي، د افغانستان د ملي ټلويزيون پخوانۍ تکړه خبریالې موسکا سنګر نيازۍ هم دغه پوښتنه کړې ده او ويلي يې دي چې ولې ګلبدين نايب اسټراليا ته نه‌دی وړل شوی.

د ګلبدین نایب څخه هم دا پوښتنه شوې ده خو هغه په ځواب کې ویلي دي چې دی هم نه پوهېږي چې ولې د کرکټ‌ بورډ مسؤلینو دی استراليا ته نه دی استولی، په ټولنيزو رسنيو کې ویل کېږي چې د کرکټ د ټیم ځينې کسان او د اصغر نېږدې مسولين او ځينې لوبغاړي د ګلبدين نايب سره عقدوي چلند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *