موسکا نيازۍ: په کاناډا کې هزارګانو ډېر بد کار راسره وکړ زه یې د ټولو په مخ کې
موسکا سنګر نيازۍ يو له ټاپ افغان خبريالانو څخه ده يو کال وړاندې مجبوره سوه چې خپل هېواد پرېږدي لومړی پاکستان او له هغه ځايه بيا پسې کاناډا ته کډواله سي نوموړې اوس په کاناډا کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي خو بيا یې هم د خبریالۍ په برخه کې ځان فعال ساتلي دی.
دې نن د خپلو ټولنيزو رسنيو له لارې په کاناډا کې د لاريون په مهال د ورسره شوي چلند په هکله ځینې خبرې کړې دي چې ډېری افغانانو ورباندې تبصرې کړې دي.
دې ويلي دي چې غوښتل یې په افغانستان کې د روانې نا امنۍ او قربانيانو لپاره لاريون وکړي وايي د نورو افغانانو خواته ورغله چې ډېری هزاره و او ما وويل چې د ټولو افغانانو لپاره به لاريون وکړو.
وايي له دې خبرې وروسته یې ماته د يوې لارې د واټسپ په ګروپ کې د متعصب ټاپه ونيوه او بل یې د لاریون په مهال هیڅ یوه زما سلام هم نه اخيست