موسکا نيازۍ د خلکو څخه د دوعا غوښتنه وکړه د هغه
د افغانستان تکړه خبریالې موسکا نيازۍ په یوه پوست کې دخلکو غوښتي دي چې دوعا ورته وکړي، نوموړي چې اوس مهال په کاناډا کې ده ليکلي دي چې د مسلمانانو دوعا د يو بل په حق کې قبلېږي.
هغې وړاندې ليکلي دي چې د ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي چې د پلار د روغتیا لپاره یې دوعا وکړي، وايي پلار یې سخت ناروغه دی. دې دا خبره نه ده کړې چې پلار یې په کومه ناروغۍ باندې اخته دی.
ګڼ شمېر افغانانو د هغه په دې خبر خفګان ښودلی دی او د هغه پلار ته ېې دوعا کړې ده، د نوموړې پلار پخوا د برښنا د شرکت ريس و چې وروسته مجبور شو خپل هېواد پریږدي.