موسکا نيازۍ: د افغان ټیم بریا دې مبارک وي، نبي ښه لوبه وکړه نبي زما د -

موسکا نيازۍ: د افغان ټیم بریا دې مبارک وي، نبي ښه لوبه وکړه نبي زما د

نن د بنګله دېش او افغانستان د‌کرکټ‌‌ د ملي ټيمونو ترمنځ یوه په زړه پورې لوبه وشوه، افغان اتلانو وکولای سول چې په لوی توپير د بنګله دېش لوبډلې ته ماته ورکړي، د افغانستان له لوري دا ځل محمد نبي ښې منډې وکړې او وروسته له ډیرې مودې وځلېده، د هغه پرته ابراهيم ځدراڼ په منډو کې خپل ځان د یوه با ثباته لوبغاړي په حیث ثابت کړ.

په توپ اچونه کې بيا فضل الحق فاروقي په زړه پورې کردار ادا کړ او دری لوبغاړي یې وسوځول، فريد ملک هم دوه لوبغاړي وسوځول یو لوبغاړی مجيب وسوځاوه او په زړه پورې لوبه ترسره شوه.

د ملي ټيم له خوندور کردار وروسته د برياوو پيغامونه پيل سول د کاناډا څخه موسکا نيازۍ په یوه پيغام کې افغان ټيم ته مبارکی ويلې ده او د نبي بيا په فام کې کېدل يې ساتلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *