موسکا نيازۍ؛ ددې ملانو څخه خو مو دې خدای نور خلاص کړي ددوی له لاسه زه

د لوړو زده کړو د ملا وزير له لوري د نجونو د ښوونځيو او غازي امان الله په هکله د جنجالي څرګندونو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د ملي تلويزيون پخوانۍ خبريالې د ځينو نورو افغانانو په څېر د بعضی کلونو څخه شکايت کړی دی.

د لوړو زده کړو وزير پخپلو څرګندونو کې ويلي و چې امان الله خان له غرب څخه راغي او نجونې یې مکتب او فحشا ته رابللې، د هغه له وينا دا ښکارېده چې هغه د نجونو مکتب ته تلل د فحشاء سره يو شان بولي.

که څه هم وروسته یې وياند وويل چې د ملا وزير دا خبرې پخوانۍ دي خو افغانان يو ځل بيا پوه شول چې ډول کسان په دوی باندې واکمن دي.

ددغه څرګندونو وروسته خبريالې موسکا نيازۍ د خپلو ټولنيزو رسنيو د‌ حساب له لوري ليکلي و چې يا الله نور که څه کوې کنه خلاص مو د ملا نه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *