موسکا سنګر نيازۍ: زړه مې سخت درد کوي، پرون خبره شوم چې

د ملي تلويزيون پخوانۍ خبريالې موسکا نيازۍ د افغان سندرغاړې قمرګلې په وفات باندې سخت خفګان ښودلی دی. نوموړې ويلي دي چې د افغان هنر د اسمان څخه يو بل ستوری هم را ولوېده، وايي باور یې نه کېږي چې د دومره خواږه غږ لرونکې قمر ګله دې نوره په نړۍ کې نه وي.

قمر ګله د پښتو يوه ترټولو تکړه او نایابه سندرغاړې وه چې تېره ورځ په کاناډا کې وفات شوه. د هغه زوی په يوه ويډيو کې د خبرو کولو په مهال ويلي دي چې مور ېې د يو کال راهیسې د سرطان د ناروغۍ سره مبارزه کوله چې بلاخره تېره ورځ یې خپل روح حق ته وسپاره.

په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو افغانانو او غيرې افغانانو د قمر ګلې په وفات باندې خفګان ښودلی دی او هغه يې د افغان هنر يو ترټولو نا هېرېدونکې څېره بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *