مهربانه خاوند خپلې ښځې ته په دغو دریو شيانو کې ځان ثابتوي -

مهربانه خاوند خپلې ښځې ته په دغو دریو شيانو کې ځان ثابتوي

یو مهربانه خاوند کولی شي يوه شکر کوونکې مېرمن ولري، هغه خاوند چې پخپله ښځه باندې مهربانه وي د خپلې ښځې د زړه دروازې ځانته پرانيزي، په ټوله مانا چې کله یوه ښځه ښه ښځه وي نو د خاوند لپاره ددې څخه ستره نېکي کمه موندل کېږي.

مهربانه خاوند پرته له دې چې کور. والی کوي په همداسې عامو وختونو کې هم کله کله خپله مېرمن په غېږ کې نيسي هغه ته د خپلې مينې اظهار کوي د هغه کارونو د هغه زحمتونو قدرداني کوي.

مهربانه خاوند د خپلې مېرمنې څخه د هغه ورځې پوښتنه کوی چې ورځ یې څه ډول تېره شوه د هغه د کورنۍ پوښتنه کوي، او په پوره مانا د خپلې ښځې زړه ګټي.

دا ډول خاوند د خپلې مېرمنې څخه په ټولو مهمو مسايلو کې مشوره اخلي هغه د خپلو پرېکړو په هکله پوښتي هغه ته خبر ورکوي او هغه ته په واقعي مانا فرصت ورکوي چې د ژوند په مسايلو کې په واضح ډول خپل نظر او تصمیم بيان کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *