مميز د زړه د روغتيا ضمانت کوي، په ځانګړي ډول د نارينه و سهار

کله چې انګور وچ شي نو ممیز یا کشمش ترې جوړېږي او د دې پروسې پرمهال په دې میوه کې موجود غذایي مواد او خواږه په ممیزو کې جذبیږي اړ له همدې امله ممیز په غذایي موادو او کالوریو بډایه مېوه ګڼل کیږي، نو باید په اعتدال سره وکارول شي.

ممیز ډېر غذايي مواد لري لکه پروټین، فایبر، خواږه، کاربوهایډریټ، اوسپنه، پوټاشیم، مس، ویټامین بي۶ او منګنیز؛ خو پوښتنه دا ده چې هره ورځ باید څومره اندازه ممیز خوړل ګټور وي او کومې ګټې لري؟

د زړه لپاره ښه وي:

څېړنو ښودلې چې د ممیزو خوړل د وینې فشار او د وینې شکر ټیټوي او په دې توګه د زړه د ناروغیو خطر کموي. په ممیزو کې شته فایبر د خراب کولیسټرول کچه راټیټوي، چې د زړه روغتیا ته هم ګټه رسوي. ممیز د پوټاشیم یوه غوره سرچینه ده او په بدن کې د دې غذایي موادو کمښت د لوړ فشار، زړه ناروغۍ او فلج خطر زیاتوي.

د مزمنو ناروغیو خطر کموي:

ممیز د نورو وچو مېوو په پرتله په انټي اکسیډنټ ډېر بډایه دي، انټي اکسیډنټ له ازادو رادیکالونو څخه حجرې ساتي. همدغه راز (Phytonutrients) په نوم انټي اکسیډنټ هم لري، چې ممکمن د شکر ناروغۍ او اوستیوپوروسس پر وړاندې احتمالي محافظت وړاندې کړي.

د زړه د حملې عامې نښې:

داسې فکر کیږي چې (Phytonutrients) د دماغو روغتیا لپاره غوره انټي اکسیډنټ دي، چې د التهاب ضد ملکیتونو له امله ګټور تمامېږي.

د هاضمې سیسټم لپاره ګټور دي:

ممیز د فایبر یوه ښه سرچینه ده چې هضم ښه کوي او د معدې د ستونزو مخنیوی اسانه کوي. په دې میوه کې ټارتریک اسید هم موجود دي او څیړنیزو راپورونو ښودلې چې دا ډول پروټین د التهاب ضد خاصیت لري چې د کولمو فعالیت ښه کوي او د قبض خطر کموي.

د خولې روغتیا ښه کوي:

په ممیزو کې شته ځینې انټي اکسیډنټونه د بکتریا ضد خاصیت لري، چې په خوله کې د بکتریا شمیر کموي. دا انټي اکسیډنټونه په خوله کې د لیاړو کچه په صحي کچه ساتي او د غاښونو د ستونزو خطر کموي.

انیمیا لرې کوي:

د ممیزو د خوړلو عادت د انیمیا مخه نیسي، دا میوه اوسپنه، مس او ویټامینونه لري چې د وینې د سرو حجرو د جوړولو لپاره مهم دي.

د معدې د تیزابیت مخنیوی کوي:

په ممیزو کې شته منرالونه لکه اوسپنه، مس، پوتاشیم او مګنیزیم کولای شي په معدې کې د تیزابیت د کچې په توازن کې مرسته وکړي.

سترګو نظر ښه کوي:

ممیز د پولیفینول په نوم انټي اکسیډنټ لري چې د سترګو حجرې ساتي او ممکن عمر پورې اړوند د سترګو د نظر له لاسه ورکولو مخنیوي کې مرسته وکړي.

د وینې د شکر کچه راټیټوي:

یوې څیړنې موندلې چې هره ورځ د ممیزو استعمال د وینې شکر کموي. که څه هم ممیز د انګورو په پرتله خواږه دي، بیا هم د وینې د شکر کچه کنټرولول اسانوي، نو یوازې له ډیر خوړلو څخه یې ډډه وکړئ، دا پدې معنا ده چې که تاسې د خوږو شیانو د خوړلو لیوالتیا لرئ، نو ممیز یو ښه انتخاب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *