مشهوره يوټيوبره یې د سړک په سر لومړی ښکل کړه او بيا

د هند په ممبي ښار کې يوه کوريايی يوټيوبره نېږدې وه چې د عام سړک د سر څخه وتښتول شي، دا يوټيوبره چې د سیل او ویډیو جوړولو او ډکولو لپاره هند ته تللې وه د سړک په سر د يوې ډېرې بدې پېښې سره مخ شوه.

د يوچي په نامه دا پېغله د ويډیو ډکولو په حال کې وه چې یو هندی ور نېږدې شو هغه یې ښکل کړه او وروسته یې د لاس څخه کش کړه چې په خپل موټرسايکل ېې سپره کړي خو يوچي ورسره مقاومت وکړ او په موټرسیکل سپره نشوه.

دا وايي وروسته د خپل هوټل طرف ته روانه شوه خو وايي دغه دوه تجاوز کوونکو تعقيب کړه او نمره یې ترې غوښتنه وايي ددې لپاره چې پېښه لويه نشی يو جعلي نمبر مې ورکړ او ځان مې ترې خلاص کړ.

د لومړيو معلوماتو په بنسټ دغه دوه کسان مسلمانان دي يو یې عبدالله او بل یې نقيب الله نومیږي، د هند پوليسو ويلي چې دوسیه په پوره جدیت سره تعقیب کوي او د تجاوز هڅه کوونکي کسان به عدالت ته سپاري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *