مریم نواز؛ افغانان په کرکټ نه پوهېږي غواړم دوی ته ووايم چې تاسې
د افغان او پاکستان کرکټ مينوالو ترمنځ ټکرې هر وخت موجودې وي، په ځانګړي ډول کله چې ددې دوه هېوادونو ترمنځ لوبه وي نو په هغه ورځو کې ددواړو ترمنځ احساسات لوړ وي او ځنې وخت خو داسې هم کېږي چې ددې په پايله کې دواړه لوري سره راګير شی او د یو د بل سره فزيکي ټکر وکړي.
په دې وروستيو کې څو ځل د افغانستان او پاکستان د کرکټ د مینه والو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شو په اسيا کپ کې بيا په ميدان کې د افغان او پاکستاني دوه لوبغاړو ترمنځ جنجال وشو چې دې کار د کرکټ د نړیوالې شورا غبرګون د ځان سره درلود.
اوس تازه پاکستانۍ سياستوالې ويلي دي چې افغانان د کرکټ په آدابو نه پوهېږي د کرکټ د لوبې موخه بلې خواته انتقال کوي او تاوتریخوالي ته لار هواروي. خو افغان مينوال وايي چې دوی صرف خپل احساسات اظهاروي که چېرې د پاکستاني مينوالو له لوري سره ټکر پيل نشي نو دوی په چا کار نلري.