مریم غني: ډېر وخت وشو خپل پلار مې نه دی ليدلی هغه اوس
اشرف غني يو له هغو ولسمشرانو څخه و چې په دې ونه توانېده چې خپل اولادونه افغانستان ته راوړي، د هغه اولادونه تر اخره پورې د ژوند کولو لپاره افغانستان ته رانه غلل.
پدې هکله ورباندې ډېرې نیوکې هم کېدې چې هم يې په ارګ کې داسې کسان ګومارلي خپل ټيم يې دداسې کسانو څخه جوړ کړی دی چې په افغانستان کې ژوند نکوي او اصلي کورونه یې بهر کې دي او هم يې خپل اولاد افغانستان ته نه دی راوستلی.
نيوکه کوونکو همدا ويل چې د اشرف غني اولاد او نسل د افغانستان سره تړاو نلري، دوی په افغانستان کې خپله راتلونکي نه ويني.
اوس يې تازه خپلې لور مريم غني ويلي دي چې کلونه وشول خپل پلار یې د نېږدې څخه نه دی ليدلی، دا وايي د زیاتو مصروفیتونو له کبله د خپل څخه لرې پاتې شوې ده.