مريم نواز؛ افغانان په نړيوال کرکټ کې نوي دي، دوی غواړي چې
تمه ده د روانې مياشتې په وروستيو ورځو کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټیمونه د شل اوريزو لوبو یوه دری ورځنۍ لړۍ ترسره کړي.
د افغانستان او پاکستان لوبه تل حساسه وي داسې چې پکې سياستوال هم خپل نظرونه ورکوي، په ځانګړي ډول په دې وروستيو لوبو کې چې د افغانستان او پاکستان د لوبغاړو ترمنځ جنجال رامنځته شو د لوبو حساسيت اوس ورسره نور هم زیات شوی دی.
مشهورې پاکستانۍ سياستوالې مريم نواز پدې هکله ويلي دي چې کرکټ کې ګټل او بايلل وي وايي افغانان انترنشنل کرکټ ته نه وي راغلي دي خپل احساسات نشي کابو کولی خو پاکستان کلونه کېږي په نړیوال کرکټ کې دی ګټه او بايلل دواړه يې ليدلي.
د مريم نواز دغه څرګندونو ته افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګون ښودلی دی او ورته ويلي چې ستاسې لوبغاړو په افغان لوبغاړي باندې په ميدان کې بېت ور اوچت کړ او تاسې لا لګيا ياست افغانان د احساساتو په نه کنټرول باندې ملامتوی.