مريم سما: اشرف غني مې وليده ژړل یې او ويل یې چې
مريم سما د افغانستان له ځوانو سياستوالو او د پخوانۍ ولسي جرګې غړې وه، په دې وروستيو کې د حکومت له سقوط وروسته هغه هم د افغانستان څخه ووته.
اوس که څه هم د افغانستان په فعال سياست کې ډېرې ګوتې نه وهي، خو بيا هم کله کله د افغانستان په ورځنیو چارو کې ډېرې مهمې څرګندونې کوي.
تازه یې ويلي دي چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني خامخا خپلې غلطۍ درلودې خو هغه يو واقعي وطن دوست و او وايي چې ما څو ځل په ارګ کې ليدلی چې د امنیتي ځواکونو د تلفاتو د خبر په اورېدو سره به یې سترګې ډکې شوې او په پټه به یې ژړل.