مراکش تېر کال د سیلانیانو څخه ۸ ميليارده ډالر ګټلي اوس غواړي

د شمالي افريقا هېواد مراکش په ۲۰۲۲ م کال کې د سیلانیانو له درکه ۸ ميليارده ډالر ګټه کړې ده، دا خبره ددې هېواد د سيلانۍ وزير وکړه.

هغه ددې ترڅنګ په نورو معلوماتو کې واضحه کړه چې په دې کال کې نېږدې ۱۱ ميليونه خلک دې هېواد ته د چکر لپاره ورغلي و چې د کورونا د بندیدزونو وروسته دا ترټولو لوړ رقم و.

مراکش يا مغرب یو له هغو افريقايي هېوادونو څخه ده چې ولسواکي او اقتصاد پکې ښه وضعیت لري مسلمانان یې چې د نفوس مطلق اکثریت برخه ده خو د هر کلتور خلک پکې په بشپړه ازادۍ کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *