مدونا: که اورګاډی هم راباندې تېر شي بيا واده نکوم ځکه چې دوه مېړونه مې -

مدونا: که اورګاډی هم راباندې تېر شي بيا واده نکوم ځکه چې دوه مېړونه مې

مدونا ټاپ امریکايي سندرغاړې ده چې ددې هېواد په تاریخ کې يو ترټولو بې مثاله او ځانګړې سندرغاړې ده، هغه پخپل بېل طرز او سټايل په دې توانېدلې ده چې د نړۍ په سراسر کې د ځان لپاره لويه طبقه منیوال پيدا کړي، نوموړې پخپل ژوند کې دوه ځله واده کړی او په دې برخه کې هېڅ ښې طالعې يا قسمت نلري نوموړې په خپل ګډ ژوند کې ځینې جالب اعترافونه هم لري.

هغه چې اوس شپېته کاله عمر لري وايي چې دوه ځل واده کول یې د ژوند ترټولو ستره غطلي وه، وايي هېڅ نه غواړي واده وکړي يو ځل کول یې غلطي وه په دوهم ځل ترسره کول یې بيا ترټولو لویه غلطي وه.

دا‌ زياتوي چې که څوک ورته ووايي چې يو ريل ګاډی درباندې تیروم او يا به واده کوې نو وايي راضي چې یو ریل ګاډی راباندې تېر شي خو واده نکوم، نوموړې په ښکاره ونه ويل چې اخر ولې د واده کولو څخه داسې زړه تورې شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *