مخکينی افغان سفير: اسلام اباد کې مې لور د افغانیت د سپکاوي لپاره وتښتول شوه خو کابل کې
په کابل کې د پاکستان په سفير د برید وروسته په اسلام اباد کې د افغانستان د پخواني سفير نجيب الله علي خيل له لوري د خپلې لور ته هکله يو ځل بيا غږ پورته کړی دی.
په کابل کې د پاکستان په سفير د برید وروسته نړيوال غبرګونونه وښودل شول د واکمنې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان خارجه وزير ته زنګ وکړ او دوه ورځې وروسته ددې بريد د ترسره کونکو د ګرفتارۍ خبر ورکړل شو.
په پاکستان د افغانستان پخواني سفير ددغه پیښې وروسته شکایت کړی دی او ويلي یې دي چې په اسلام آباد کې دده د لور د تښتولو پېښه تراوسه روښانه نشوه.
نوموړي ويلي دي لور یې په اسلام اباد کې په رڼا ورځ وتښتول شوه. د ډيپلوماتانو ساتنه د کوربه هېواد پاکستان مسولیت و.
خو دا دي تراوسه پورې په پاکستان کې زما د لور د تښتولو په هکله نه څوک ونیول شول او نه هم کوم ماته عدالت ورسېد، دا پیښه د پاکستان له لوري همداسې پټه شوه.
ښاغلی غلي خېل وايي چې دا پېښه قصدي وه او په دې نیت ترسره شوې وه ترڅو د أفغانستان غرور او د افغانانو ملي احساساتو ته سپکاوی وکړي.