محمد نبي: پلار مې ناروغ هم و خو بيا به يې هم هره مياشت زما څخه غوښتل چې

څه موده وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني کپتان محمد نبي خپل پلار له لاسه ورکړ، دده پلار د يوې ناروغۍ څخه کړېده او تر درملنه لاندې و، مګر پدې هکله د ښاغلي نبي کورنۍ کوم معلومات ورنکړل چې د نوموړي مرحوم پلار د کومې ناروغۍ له کبله وفات سو.

محمد نبي د خپل پلار په هکله وايي چې پلار یې په ژوند کې د نورو خلکو د مشکلاتو د حل لپاره ځانګړی پام کاوه، وايي په داسې حال کې چې پخپله هم ناروغ و خو بيا به یې هم هره میاشت زما څخه راپور غوښته چې د خيريه بنسټ له لارې دې څومره خلکو ته دا مياشت مرسته رسولې ده.

نوموړی وايي د پلار د شفقت پرته ژوند واقعاً سخت دی، محمد نبي د افغانستان د کرکټ یو له پخوانیو لوبغاړو څخه دی چې ډېر زيات وخت کېږي په افغان ټيم کې لوبې کوي او د افغانستان لپاره یې ګن وياړونه ترلاسه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *