محمد نبي ولې په ټيم کې نه و اخيستل شوی؟ زوی یې حقيقت بیان کړ

د افغانستان او عربي متحده اماراتو ترمنځ د شرمونکو لوبو وروسته د محمد نبي په هکله په ټولنيزو رسنيو کې خبرو زور واخیست ځکه چې د افغانستان د ملي ټيم اوسني کپتان راشد خان محمد نبي په ټیم کې نه و نيولی او ټول پخواني انډيوالان یې راوستلي و کوم چې په کلونو ازمويل شوي او په کوم شلو لوبو کې یې صرف یوه یا دوې ښې لوبې کړې وې.

خو راشد خان لپاره د افغانستان تر ګټو د خپلو انډیوالانو پالل ډېر زيات مهم دي. محمد نبي د اماراتو او افغانستان ترمنځ د لوبو نندارې ته راغلی و او خفه خفه یې د لوبې ننداره کوله.

د نبي زوی حسن نبي هغه خبرونو ته چې ويل کېدل نبي راشد خان په ټيم کې ندی پرېښی ويلي دي چې محمد نبي راشد خان له ټیم څخه ندی لرې کړی بلکې پخپله یې نه غوښتل لوبه وکړي وايي محمد نبي غواړي چې يو څه استراحت وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *