محمد نبي: هند کې له راشد خان سره چلند ونشو

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټيم لوبغاړي محمد نبي په یوه مرکه کې ويلي دي چې د هند د حيدراباد ټيم بايد د راشد خان او ډيويډ وارنر سره داسې چلند نه وی کړی لکه څنګه يې چې وکړ.

محمد نبي دا خبره واضحه نکړه چې دده هدف کوم چلند دی. دا معلومه نشوه چې نبي دا خبره کوي چې حيدراباد ولې راشد خان او ډيويډ وارنر پرېښودل او يا یې په کوم ناسم شکل پرېښي دي او که یې بل څه هدف و.

راشد خان او ډيويډ وارنر د حيدراباد بهترین لوبغاړي و، راشد خان د ښه بال ترڅنګ په توپ وهنه کې هم بد نه و، ورسره ډيويډ وارنر څو ځل د حيدراباد لپاره بهترين لوبغاړی ټاکل شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *