محمد نبي د کرکټ څخه د تقاعد کېدو نېټه اعلان کړه وايي د -

محمد نبي د کرکټ څخه د تقاعد کېدو نېټه اعلان کړه وايي د

په داسې حال کې چې په آسټراليا کې د کرکټ نړیوال جام روان دی خو افغانستان پکې تراوسه صرف يوه لوبه کړې ده، د افغانستان دوه لوبې د باران له کبله لغوه شوې او کېدی شي چې دريمه لوبه یې هم د باران سره مخامخ شي، په داسې يوه وخت کې چې لوبه نه وي افغان لوبغاړي هم وخت او فرصت لري چې د خپلو هغو منیوالو سره وګوري چې د لوبې کتلو لپاره لوبغالي ته ورغلي دي.

ددې ترڅنګ خبريالانو ته هم فرصت په لاس ورغلی وي او په دې وخت کې خبريالانو او رسنيو د بېلابېلو افغان لوبغاړو سره مرکې وکړې. له دې لوبغاړو څخه يو یې هم د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخوانی کپتان محمد نبي دی. نبي په دې وروستيو کې ډېر خراب لوبېږي او د افغانستان د‌ کرکټ تمې ترې لږ شوې دي.

هغه په وروستيو لسو لوبو کې صرف په دوه لوبو کې ښه لوبېدلی دی له همدې کبله ورباندې نيوکې زياتې شوې دي ډېری مبصرین وايي چې محمد نبي سره نور عمر یاري نه کوي او ښه خبره داده چې نور تقاعد شي او د کرکټ‌ د لوبو سره مخه ښه وکړي.

خو ښکاري چې دا وضعيت پخپله محمد نبي هم درک کړي دی هغه په خپله يوه وروستۍ مرکه کې ويلي دي چې نیت لري نيم يا يو کال وروسته د کرکټ څخه رخصتي واخلي. نوموړي د پاکستان په وړاندې د ماتې په هکله هم ويلي دي چې هغه ډېره سخته شېبه وه چې دوی پاکستان ته په اسيا کپ کې لوبه بايلوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *