محمد نبي: تر یوه کاله پورې د کرکټ څخه تقاعد اخلم خو زما زوی حسن نبي باید -

محمد نبي: تر یوه کاله پورې د کرکټ څخه تقاعد اخلم خو زما زوی حسن نبي باید

په داسې حال کې چې د افغانستان د کرکټ ټاپ څېره محمد نبي د کرکټ څخه تقاعد اخيستلو ته تیاری نيسي او کېدی سي چې تر یوه کاله پورې تقاعد شي د زوی د کرکټ د کرېير په هکله يې بحثونه روان دي. نبي پرون د رسنیو سره په خپله مرکه کې وويل چې دی پلان لري تر یوه کاله پورې د کرکټ سره خدای پاماني وکړي، نوموړي دغه خبرې د‌ جعفر هاند سره پخپله وروستۍ مرکه کې وکړې.

نبي په دې وروستيو کې د خپلو خرابو لوبو له کبله سخت تر نيوکو لاندې وه، د کرکټ مبصرینو ويل چې د نبي لپاره او د افغانستان د کرکټ د ټيم لپاره به دا غوره وي چې د نړيوال جام وروسته د کرکټ څخه استعفا ورکړي ځکه پاتې کېدل یې نوره ګټه نلري بلکې د افغانستان د کرکټ ټیم ته زيان رسوي.

هغه په وروستيو لوبو کې مطلق اکثریت وخت صرف په یوه منډه اوټ شو صرف دوه لوبې یې سمې وکړې، نبي د خدای پامانۍ په حال کې دی خو زوی حسن بيا د ښه راغلاست تمه لري د نوموړي زوی هم د کرکټ په برخه کې فعال دی او په ځينو ليګونو کې هم لوبېږي.

محمد نبي په خپله وروستۍ مرکه کې وايي چې زوی ته یې ويلي دي چې دده له نوم څخه دې استفاده نکوي دا دده لپاره په حقیقت کې تاوان لري بلکې دی دې خپله خواري وکړي او ځانته دې يو نوم جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *