محمد نبي اعلان وکړ، افغانستان ته راځي او د حکومت - Ht

محمد نبي اعلان وکړ، افغانستان ته راځي او د حکومت

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم پخواني کپتان محمد نبي ويلي دي چې دی به په نېږدې راتلونکې کې افغانستان ته ولاړ شي او هلته به د دولتي چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

نوموړی زیاتوي چې د مسؤلینو سره د‌ خبرو وروسته به د ادې روغتون چې د سرطان د ناروغانو درملنه به کوي بنسټ ږدي او ددې روغتون چارې به پيلوي.

ښاغلی نبي چې اوس مهال سعودي عربستان ته د عمرې د ادا کولو ته تللی دی وايي چې عمرې ته راغلی او دلته د خدای ج څخه دوعا غواړي ترڅو دی پخپل دې کار کې بريالی کړي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د درمنلې روغتون شتون نلري او ګڼ شمېر هېوادوال ددې ناروغۍ د درمنلې لپاره بهرنيو هېوادونو ته سفرکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *