محمد نبي اسټرالیا کې؛ له داسې يو هېواد څخه راغلی يم چې همدا اوس ورباندې -

محمد نبي اسټرالیا کې؛ له داسې يو هېواد څخه راغلی يم چې همدا اوس ورباندې

په آسټراليا کې د کرکټ د نړيوال جام لوبې نن پيلېږي، افغانستان هم په دې لوبو کې ګډون کوي او د نړيوال جام د‌ ګټلو لپاره خپل بخت ازمايي، نن لومړی دوه لوبې ترسره کېږي چې د سريلنکا او نامیبیا او عربي متحده اماراتو او هالنډ ترمنځ دي، د لوبو له پيل مخکې د هرې لوبډلې کپتان خپله وينا وکړه.

چې افغانان پکې د خپل کپتان محمد نبي وينا ته منتظر و د نبي څخه د وینا په جريان کې پوښتنه وشوه چې په افغانستان کې حکومت بدل شو دغه بدلون ستاسې په کار باندې د افغانستان په کرکټ ټیم باندې څه ډول اغېز وکړ.

نبي ددې پوښتنې په ځواب کې وويل چې پينځوس کاله کېژی هېواد مو د ثبات کاروان ته په سم ډول نه ورګډېږي نو دا ډول بدلون په افغانستان کې ډېر نوی نه دی موږ له دې بدلون سره سره خپل کار ته دوام ورکوو او د پرمختګ په حال کې یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *