محمد رضوان: زه غواړم د افغانستان په وړاندې لوبه وکړم خو پاکستان کې

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی توپ وهونکی محمد رضوان هیله من دی، چې هغه به د افغانستان پر وړاندې په درېیو شل اوریزه لوبو لړۍ ولوبېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ به روانه میاشت په شارجه کې د درې شل اوریزو لوبو لړۍ پیل شي، چې د دې لړۍ لپاره د پاکستان کرکټ بورډ د بابر اعظم او رضوان په ګډون یو شمېر لوبغاړو ته دمه ورکوي.

پي سي بي په پام کې لري چې نویو ته موقع ورکړي، تر څو د راتلونکي لپاره د پیاوړې او متوازنې لوبډلې د جوړولو لپاره هڅه وکړي او هغه لوبغاړي چې د پاکستان سوپر لیګ کې ښه ځلیدلي دي، هغوی ته موقع ورکوي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ به د مارچ په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه نېټه په شارجه کې ترسره شي، چې د دې لپاره به پاکستان په راتلونکو څو ورځو کې لوبډله اعلان کړي.

خو اوس پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې محمد رضوان د افغانستان پر وړاندې لوبلړۍ کې ولوبېږي، هغه چې زه په فارم کې یم او غواړم دغه لوبلړۍ ولوبوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *