مجيب د پاکستان د کرکټ بورډ غوښتنه رد کړه او د هغه په ځای يې

مجيب الرحمن چې د افغانستان يو بهترينو توپ اچوونکو لوبغاړو څخه دی په دې وروستيو کې په نړيوال ستېج لا ښه ځلیږي، مجيب د افغان بيرغ او خپل وطن سره په مينه کې تر نورو يو قدم مخکې دی. تازه یې يو ځل بيا دا ثابته کړې ده.

نوموړي د پاکستان په سوپر ليګ کې د ګډون څخه انکار کړی دی او ددې په ځای یې دا غوره بللې ده چې د بنګله دېش په کرکټ ليګ کې ولوبیږي. نوموړی دا پرېکړه په داسې حال کې کوي چې نورو افغان لوبغاړو بيا د پاکستان سوپر ليګ ته زړه ښه کړی دی.

د افغانستان د کرکټ نړیوال ټاپ لوبغاړي په نړیوالو ليګونو کې زيات وخت کېږي چې لوبېږي مګر د پاکستان سوپر ليګ کې بيا کم وخت کېږي چې افغانان لوبېدو ته زړه ښه کوي.

د افغان کرکټ مينوال ځينې دا مناسبه نه ګڼي چې افغان لوبغاړي دې د پاکستان په سوپر ليګ کې برخه واخلي خو ځينې نور بيا وايي کرکټ بايد په دومره ژوره کچه په سياست کې دخيل نشي او دې ته بايد صرف د سپورټ په نظر وکتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *