مجيب ته ډېر ناوړه خبر راغی، هېچا یې ملاتړ ونکړ

په هند کې ددې هېواد د سوداګريزو ليګ آی پي اېل بولی پيل شوې ده، تراوسه پورې ګڼ شمېر بهرني لوبغاړي په ډېرو لوړو قيمتونو اخیستل شوې دي. مجیب الرحمن د افغانستان يو ټاپ بالر دی چې په پرلپسې ډول په آی پي اېل کې لوبېږي مګر سږ کال تراوسه پورې هېچا نه دی اخیستی.

آی پي اېل هم د خپلو وړتیاوو د زیاتولو او هم د اقتصادي او مالي اړخه ډېر مهم دی. خو مجيب چې یوه ښه لوبغاړی هم دی چې په دې وروستيو کې څومره چې بايد ځلېدلی وی هغومره نه ځلېږي.

په آی پي اېل کې د نوموړي نه اخيستل دده لپاره یو ډېر منفي او بد خبر دی. د یوه لوري دده په کریر منفي تاثیر کوي د بل لوري یې او ستر مالي امتياز هم له لاسه ورکوي. تراوسه پورې د افغانستان څخه نوین الحق په پنځوس لکه هندي کلدارو باندې اخیستل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *