متخصصين دغه څلور ډوله خواړه د زړه د رګونو د خلاصولو لپاره ګټور بولي

د عمر په تېرېدو د ناسمو خوړو او د ژوند د غیرې صحي طرز سره د انسان رګونه او په دې رګونو کې د وينې انتقال د ډول ډول ستونزو سره مخ کېږي. د رګونو تنګېدل يوه ترټولو عمومي او لويه ستونزه ده چې دا زړه ته د وينې جريان ټکنی کوي او ددې له کبله بيا د وينې د فشار او د زړه د عضلې د ضعيف کېدو مشکلات رامنځته کېږي.ددې ډول ستونزو څخه د خلاصون لپاره بايد د ژوند په طرز او پخپل خوړو کې يو څه بدلون ته غاړه کېښودل شي،

روغتیا پالان وايي چې په ورځ کې دوه پيالې شين چای په بدن کې د کولېسټرولو په ذخیره کېدو باندې منفي تاثير کوي او د کولېسټرولو د زیاتېدو مخنیوی کوي. په شنو چايو کې د کاتچين په نامه کيمياوي مواد شتون لري چې دوی د کولېسټرولو په کمولو او نه ذخیره کېدو کې ستر رول لري.

دوهم ډول شی چې ورڅخه په ډاډه زړه استفاده کېدی شي د ماهي غوښه ده، متخصصين وايي د ماهي په غوښه کې موجود اومیګا۳ د رګونو په خلاصېدو کې مرسته کوي د کولېسټرول په کنټرول کې ونډه لري او کولېسټرول راکموي.

يوه مېوه چې په اوس وخت کې یې نور موندل ګران دي هندوانه ده، هندوانه پخپل ځان کې سيترولين لري چې د وینې فشار ټیټوي او د رګونو التهاب کموي، پدې ډول د زړه رګونه پرانیزي او د زړه او رګونو د ناروغيو مخنیوی کوي.

او وروستی څيز چې په دې ليکنه کې ېې درپېژنو زردچوبه ده که چېرې خپلو خوړو ته زردچوبه ور اضافه کړی نو لویه ګټه به مو ترلاسه کړې وي ځکه چې زردچوبه کې موجود مواد د زړه رګونه خلاصوي، رامنځته شوي پلاکونه کمزوري کوي او همدارنګه په رګونو کې د چربيو کې د رامنځته کېدو مخنیوی کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *