متحده عرب امارات او سعودي بهرنیانو ته تابعیت ورکول پيلوي
د ایکانوميسټ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې عربي متحده امارات او نورو د خليج هېوادونه پلان لري چې بهرنيانو ته د تابعيت ورکولو او دايمي اقامت لارې چارې اسانه او چټکې کړي.
دغه ورځپاڼه په یوه راپور کې وايي متحده عربي امارات به ډېر ژر بهرنیانو ته د تابعیت په ورکولو کې د مهمو اسانتیاوو خبر ورکړي.
په دې راپور کې ويل شوي دي چې په نړۍ کې ورځ تر بلې د تېلو د مصرف څخه د بریښنا مصرف ته تېرېدل چټک کېږي او په نړيوال بازار کې د تېلو اړتیا کمېږي. ډېری هېوادونه مشخص پلانونه لري او غواړي په څو راتلونکو کلونو کې غواړي چې هغه موټر په کامل ډول بند کړي چې په تېلو کار کوي.
له همدې کبله د خليج هېوادونه د خپل اقتصادي ودې لپاره نويو لارو چارو ته مراجعه کوي د نړۍ د لیبرال ډيموکراسۍ سره يو ځای کېږي بهرنیانو ته د کار کولو حقوق لا پسې ښه کوي او د دايمي استوګنې او تابعيت لارې چارې ساده کوي.