متحده عربي اماراتو بهرنیانو نوې آسانه آزاده ويزه اعلان کړه

عربي متحده اماراتو بهرنیانو ته د نوې آزادې ويزې د صادرولو خبر ورکړی دی، دغه آزاده ويزه به د بېلابېلو کوچنيو او لويو مهارتونو لرونکو ته اجازه ورکړي چې په عربي متحده اماراتو کې خپل کار وکړي.

دغه خبر د عربي متحده اماراتو د بشري سرچينو د ريس عبدالرحمان العوار له طرفه اعلان شو، تمه ده دغه ویزه په عملي ډول د روان کال په دریمه برخه کې پيل شي.

تراوسه پورې ددې ويزې په هکله ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي خو د ددې ويزې د اعلان او نوم سره هم مهاله دا ذکر شوی دی چې دا ويزه به تر ډېره اسانه او په سهولت سره د اخيستل کېدو وړ وي.

د بل لوري دا چې افغانان به دا ويزه ترلاسه کړی شي په دې هکله هم معلومات نشته ، اوس مهال عربي متحده امارات افغانانو ته هېڅ ډول ويزه نه صادروي، د همدې مشکل له کبله اوس ځینې افغانان هڅه کوي نورو هېوادونو ته د کار روزګار لپاره په جعلي پاکستاني پاسپورټ سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *