لیلا خان: په ژوند کې صرف يو ځل مينه شوې يم خو هغه کس
د پښتو ژبې تکړه سندرغاړې ليلا خان د خيبر ټلويزيون سره پخپله مرکه کې د خپل ګډ ژوند او مينې په هکله غږېدلې ده، نوموړې چې په دې ورځو کې زياته مصروفه هم ده د روانې مياشتې په ۱۸ يانې شپږ ورځو وروسته د خپرېدونکې نوې سندرې په هکله وغږېده.
ليلا خان د مينې په هکله وویل چې په مينه باندې باور لري او د ګډ ژوند لپاره یو اصلي شرط دی، نوموړې د خپلې مينې په هکله وايي چې په خپل ژوند کې يو ځل مينه سوې ده خو هغه مهال کوچنۍ وه او د ښوونځي دوره وه، وايي بيا دوی بلې خواته ولاړل او هغه مينه يې همداسې پاتې شوه.
دې پخپله مرکه کې دې پوښتنې ته چې څه وخت به واده کوي داسې ځواب ورکړ؛ زما له نظره خو چې د يوه داسې انسان سره مخ شم چې يو بل ښه سره درک کړی شو او ترمنځ مو مینه پيدا شي د واده لپاره کافي دي خو د واده اصلي نېټه ورځ الله ته معلوم دي.