ليلا خان: واده کوم خو دداسې چاسره چې دا ۳ شرطونه عملي کړی شي

ليلا خان د پښتو نامتو سندرغاړې چې په دې وروستيو کې د راشد خان سره د مينې اوازې ناسمې وبللې د خپل ګډ ژوند په هکله یې په لومړي تازه خبرې کړې دي، نوموړې چې څو ورځې وړاندې یې نوې سندره چې د يوه پاړسي ژبي سره یې يو ځای ویلې وه خپره کړه وايي چې د ګډ ژوند په وړاندې یې کوم مانع نشته دی.

دې په یوه مرکه کې ويلي دي چې غواړي واده وکړي خو چې څه وخت د خدای رضا وي او داسې سره جوړ شي چې ددې د زړه خوښه پکې شوې وي، د نوموړې څخه دا پوښتنه وشوه چې څه ډول يو نارينه غواړي چې ددې د ژوند ملګری وي کومې ځانګړتياوې ددې لپاره ډیرې زیاتې مهمې دي.

هغې وويل چې د یوه عادي انسان سره واده کول غواړي خو وايي که ددې خوښه شي نو په یوه انسان کې دغه دری شیان ګوري يو دا چې صداقت بايد پکې وي، خپلې ښځې خپلې مينې او ګډ ژوند ته پوره صادق وي، بل دا چې بايد ددې ښه خيال وساتي او بې پروا انسان نه وي او دریم هم دا چې بايد یو عادي انسان وي دا وايي زما عادي عام خلک خوښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *